مینه پال: په پنځمه څلور اړخیزه غونډه کې ګډون د وخت ضایع کول دي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، تر کومه چې پاکستان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي په اسلام اباد کې به د سولې د څلور اړخیزې غونډه په پنځم پړاو کې ګډون د وخت ضایع کول وي.

جمهوري ریاست وايي چې د پاکستان په وړاندې د حکومت دریځ بدل شوی دی.

افغان حکومت وايي، په اسلام اباد کې د سولې د څلور اړخیزې غونډې په پنځم پړاو ناسته کې د افغان چارواکو د ګډون په اړه لا کومه پرېکړه نه ده شوې.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل تر کومه چې پاکستان په خپلو ژمنو عمل ونه کړي د سولې په خبرو کې ګډون به د وخت ضایع کول وي.
د ښاغلي مینه پال په وینا ښايي په دغه ناسته کې په پاکستان کې د افغانستان سفیر ګډون وکړي.

د پاکستان په وړاندې د افغان حکومت دریځ بدل شوی

هغه زیاته کړه:

"له بده مرغه پاکستان چې کومې ژمنې په دغو ناستو کې کړې وې په هغې یې عمل ونه کړ، د افغانستان دریځ یې په وړاندې بدلون وموند او تر کومه چې موږ عملاً د پاکستان ژمنې ونه ګورو افغان حکومت حاضر نه دی چې د خبرو په نوم خپل وخت ضایع کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند محمد نفیس ذکریا ویلي چې د افغانستان د سولې خبرې به تر اوږدې دمې ورسته چهارشنبه د مې د میاشتې په اتلسمه نېټه د پاکستان په کوربه توب ترسره شي.

د افغانستان د سولې لپاره څلور اړخیزې غونډې تر اوسه په کابل او اسلام اباد کې څلور پړاو غونډې تېرې کړې دي.

افغان حکومت وايي په څلورم پړاو غونډه کې پاکستان ژمنه وکړه چې د مارچ تر لومړۍ اوونۍ پورې به وسله وال طالبان د خبرو مېز ته کښېنوي.

خو د دوی په وینا چې پاکستان په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.

په کابل کې د لوړ پوړو چارواکو د ساتونکو پر ادارې تر خونړي برید ورسته افغان حکومت د پاکستان په وړاندې خپل دریځ بدل کړ.

ولسمشر محمد اشرف غني د اپریل په ۲۵ مه نېټه ملي شورا ته وویل چې تر دې ورسته له پاکستان څخه د همکارۍ دا تمه نه لري چې وسله وال طالبان د حکومت له استازو سره د سولې د خبرو لپاره د مذاکرې مېز ته کښینوي.

په داسې جال کې چې د افغان حکومت مشرانو په څرګند ډول اعلان وکړ چې نور نو د سولې د خبرو په برخه کې د پاکستان د همکارۍ تمه نه لري او حتی د دغه هېواد په وړاندې به د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې شکایت وکړي بیا هم د پاکستان له خوا د سولې د څلور اړخیزې غونډې بیا تازه کول څه پیام لري؟

یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي چې پاکستان د نړیوالې ټولنې په نظر کې څنډې ته کېدونکی دی نو ځکه بیاځلي غواړي چې اعتماد جوړونه وکړي.

په پاکستان کې پخواني افغان ډیپلومات او د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي ازادي راډیو ته وویل چې پاکستان نوې لوبه پیل کړي خو افغان حکومت یې باید دوکه ونه خوري.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي

نوموړي زیاته کړه:

"پاکستان غواړي نوې لوبه پیل کړي، غواړی نړۍ ته ووايي چې موږ خبرې کوو خو افغان دولت خبرو ته نه دی تیار، دا یوه لوبه ده او باید افغانان دغه لوبه ښه مدیریت کړي."

افغان حکومت په وار وار سره ویلي چې پاکستان په تېرو څوارلسو کلونو کې د سولې په خبرو کې د افغانستان په وړاندې ریښتینی نه دی پاتې شوی.

د سیاسي چارو کارپوه احمد سعیدي هم ټینګار کوی چې طالبانو سره د سولې په خبرو کې افغان حکومت باید نور د پاکستان په تکراري ژمنو باور ونه وي.

راپور: اجمل تورمان