د حزب اسلامي سره د سولې سند نن حکومت او حکمتیار ته سپارل کېږي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د حزب اسلامي او د سولې عالي شورا ترمنځ د سولې وروستی شوی سند به نن د افغان حکومت مشرانو او حکمتیار ته وسپارل شي.

د دغې شورا مرستیال مولوي عطا الرحمن سلیم ازادي راډيو ته وویل چې د یکشنبې په ورځ دواړو لورو په ۲۵ مادو توافق ته رسېدلي دي.

ښاغلی سلیم زیاتوي چې حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او د سولې د عالي شورا ترمنځ هیڅ اختلافي موارد نه دی پاتې.

د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې د پلاوي ترمنځ له تېرو دوو میاشتو راهیسې په کابل کې خبرې روانې دي.