افغان ولسمشر په کابل کې سوله ییزې غونډې د خلک مسلم حق بللی

افغان ولسمشراشرف غني په کابل کې له پرونیو مظاهرو وروسته سوله ییزې غونډې او لاریونونه د خلک مسلم حق بللی او له امنیتي ځواکونو یې مننه کړې چې د لاریون کوونکو امنیت یې وساته.

په یو ویډیويي پیغام کې ولسمشرغني د معترضینو د غوښتنو په وړاندې په تېرو دوو اونیو کې د حکومت د اقداماتو یادونه وکړه او ویې ویل، د ده له خوا له ترکمستانه د پنځه سوه کیلو ولټه برېښنا د مسیر د څیړنې لپاره ګمارل شوی کمېسیون به سره له نن (سې شنبې) د محمد همایون قیومي په مشرۍ کار پیل کړي:

"زه ډاډه یم چې د خلکو ترمنځ وروستۍ خبرې اترې کولی شي د دې کمېسیون څیړنې لا بډاۍ کړي، په ملي پروژو کې ټولو ته د ګډون زمینه برابره کړي او حکومت سره یو داسې نتیجې ته په رسېدو کې مرسته وکړي چې عمومي ښګینه او هوساینه په کې وي."

د ارګ په ټویټر پاڼه ویل شوي، ټاکل شوې کمېسیون د ټوټاپ د پروژې د تېرو څلورو کلونو د اسنادو د څیړنې بشپړ واک لري او حکومت دم ګړۍ د دې پروژې ټول کارونه درولي او د دې کمېسیون له سپارښتنې سره به یې بیا پیل کړي.

ولسمشر دا څرګندونې وروسته له هغې کوي چې پرون په کابل کې زرګونو کسانو چې ډیر یې هزاره ټبري وو، د یو لاریون په ترڅ کې له حکومته وغوښتل چې له ترکمنستان څخه دې د وارداتي برېښنا مزې د سالنګ پر ځای د بامیانو له لارې تېر کړي .