نواز شریف وايي پارلمان یې باید د ده پرضد د فساد تورونه وڅیړي

د پاکستان صدراعظم له خپلو مالي سوابقو څخه د دفاع په ترڅ کې له پارلمانه غوښتي چې په پاناما کې په خپرو شوېو اسنادو کې د ده پرضد د فساد تورونه وڅیړي.

نوازشریف پرون پارلمان ته وویل، ده دا شتمني هغه وخت لرله چې په سیاست کې لا ښکیل شوی نه و.

شریف زیاته کړه چې ده هیڅکله هم د هېواد شتمني له هېواده بهر نه دي ایستلي.

نوازشریف وروسته له هغه تر سیاسي فشارونو لاندې راغی چې په پاناما کې په افشا شوېو اسنادو کې په بهر کې د ده د کورنۍ د غړو شرکتونه رسوا شول او ویل کیږي چې ګنې د دې کمپنیو له خوا په لندن کې جایدادونه اخیستل شوي دي.

د پاکستان صدراعظم وویل، دی په ډاډ سره ویلای شي چې ان یو پول یې هم له هېواده بهر نه دی ایستلی.