چین د افغانستان د سولې او ثبات د روانو هڅو ملاتړ ته دوام ورکوي

د ملي وحدت حکومت اجراییه مشرعبدالله عبدالله پرون دوشنبې په پیکنګ کې د چین له صدراعظم لي کی کیانګ سره وکتل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې هېواد صدراعظم عبدالله عبد الله ته ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د روانو هڅو ملاتړ ته به دوام ورکوي.

چین د افغان حکومت او طالبانو د سولې د مذاکرو د پیل لپاره په مشورتي، څلور اړخیزو غونډو کې هم برخه لري.

د چین په بهرنیو چارو وزارت کې د اسیايي چارو مسئول وايي چې د افغان حکومت اجراییه مشر د هغو افراطي ډلو پر ضد په مبارزه کې د همکارۍ ژمنه ورسره کړې چې د دې هیواد په جنوبي ایالت شین جیان او نورو سیمو کې وسله والې حملې کوي.

چین له ډيرې مودې راهیسې په افغانستان کې د بیارغونې د پروژو ملاتړ کوي اوچینايي شرکتونو په دې هیواد کې پانګونه هم کړې ده.

چین د افغانستان په معادنو کې هم چې د اټکل پر اساس، کلني عواید یې درې ترلیون ډالر کیږي، د سرمایه ګذارۍ غوښتنه لري.

عبدالله عبدالله په پیکنګ کې د چین له صدراعظم سره په کتنه کې، له افغانستان او خپل حکومته د دې هیواد د ملاتړ مننه کړې ده.

ښاغلي عبد الله همدا راز د چین د جنوبي سمندرګی په اړه په لانجه کې د پیکنګ د دریځ ملاتړ کړی دی.

افغان لوري په سوله ییز ډول او د مذاکرو له لارې د دې لانجې د هوارۍ غږ کړی دی.

افغانستان تر ټولو وروستی هیواد دی چې د چین د جنوبي سمندرګی په اړه په لانجه کې دپینکنګ ددریځ ملاتړ کوي.

چین په خپل جنوب کې پر دې ټول سمندرګي د کنټرول ادعا لري خو امریکا ، فلپین او یو شمیر نور سیمه ییز هیوادونه یې مخالف دي.