پر افغان ټولنه د جګړې اغېزې

د ټولنیزو او رواني علومو یو شمیر پوهان باور څرګندوي چې دوامدارې جګړې د افغانانو د ټولنېزو اړیکو پربنیاد او جوړښت دومره ژور اغیز کړی چې په راتلونکو څو لسیزوکې به هم محسوس وي.

د کابل پوهنتون د سیاسي او ټولنیزو علومو یو شمیر استادان په تېرو څلورو لسیزو کې د جګړې له امله ټولنې ته رسیدلی زیان دومره ژور ګڼي چې د دوي په وینا، په اړه یې باید هر اړخیزې، عملي څېړنې وشي.

د ټولنیزو علمومو د پوهنځي استاد حبیب پنجشیري ازادي راډیو ته وویل، په افغانستان کې دهغو کورنیو شمیر کم نه دی چې غړي یې، په مخالفو جبهو کې سره جنیګدلې دي.

داسې افغانان هم کم نه دي چې د یوې نظريې په دفاع یا مخالفت کې یې خپل عزیزان یا ملګري وژلي دي.

استاد پنجشیری زیاتوي چې په افغانستان کې پر خلکو د څه باندې ۴۰ کلې جګړې پر اثراتو د پوهېدو لپاره باید پراخ علمی تحقیقات وشي.

حبیب پنجشیري زیاته کړه:

"جګړه یوه زړه تاریخي پدیده ده او د جګړې له امله په ټولنه کې تر ټولو زیات متاثره کیدونکي خلک ښځې، کوچنیان او نوی ځوانان دي، که چیرې له رواني او ټولنیز اړخه څېړنې وشي، یوازې په افغانستان نه بلکې د نړۍ په ډیرو نورو هیوادونو لکه سوریه، عراق، لیبیا کې به پر خلکود جګړې رواني اثرات ولیدل شي چې تر کومه حده ژور دي."

په افغانستان کې پر ټولنه د جګړې د منفي اثر په اړه په یوه مقاله کې، نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانستان په شمال کې د عبدالبصیر په نوم د یوه قوماندان کیسه خپره کړې چې د خپل زوي وژلوته یې ملاتړلې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې قوماندان بصیر شاوخوا ۴۰ کلن او د فاریاب په زیارتګاه سیمه کې د حکومت د پلویانو ملېشو د یوې ډلې قوماندان دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، دا چې قوماندان بصیر د خپل ۳۳ کلن زوي سید محمد د قتل نیت لري نوې خبر نه ده او په افغانستان کې پر انسانانو د جګړې او تشدد د اغیز یو ډول څرګندوي.

په افغانستان کې روانې جګړې چې په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې يې خلک کړولي، د افغانانو پر ډیرو ژورو انساني روابطو اغیز کړی دی.

په کابل پوهنتون کې د سیاسي علومواو حقوقو پوهنځي استاد فیض الله جلال وايي، دا چې د یوې کورنۍ غړي په دوو مخالفو جبهو کې جنګیږی په افغانستان کې غیر عادي مسئله نه ده.

ښاغلي جلال په فاریاب کې د قوماندان بصیر وضعیت ته په اشاره وویل چې، په افغانستان کې د دې زیات مثالونه شته چې پلار د زوی پر ضد وسله اخیستې ده.

استاد حبیب پنجشیری هم ورته ستونزې ته اشاره کوي او وايي چې د عبدالبصیر کیسه ، لږترلږه په افغانستان کې بې جوړې نه ده.

هغه په افغانستان کې پرخلکو د جګړې د رواني اغیز په اړه وویل، که د نویمې لسیزې په جګړو کې په کابل کې دتشدد په اړه څیړنې وشي، وبه لیدل شي پر کابل ښاریانو یې تر اوسه اغیز محسوس دی:

پنجشیري زیاته کړه:

"په نویمه لسیزه کې لږترلږه د ارقامو پر اساس ، یوازې په کابل کې ۶۰ زره کسان ووژل شوو چې بې له شکه پر خلکو یې ډیر ژور اغیز وکړ ، زما په فکر پر کابل ښاریانو د دې جګړې د اغیز په اړه که څوک اوس فکر نه کوي، په اوږده موده کې به يې ټولنه او تاریخ هیر نه کړي."

په افغانستان کې جګړې چې په اساس کې دسترو ایډيالوژيواو ستراتیژیو پيداوار ګڼل کیږي، په ټولنه کې خلک له رواني اړخه دومره متاثر کړي چې نسلونه سره ویشل شوي او کورنۍ یې سره جلا کړېدي.

د ورځپاڼې په حواله، هغو کسانو چې پر افغانستان د شوروي د یرغل پر ضد وسله پورته کړه ، په ډیرو مواردو کې د خپلو هغو عزیزانو دښمنان شوو چې له رژیم سره یې همکاري کوله.

نیویارک ټایمز لیکي: "یو وار بیا یو افغان قوماندان د خپل زوي د موندلو او وژلو هڅې کوي."

قوماندان بصیر پر خپل زوی او د هغه پر یو شمیر ملګرو وسله والو طالبانو د حملې په اړه ورځپاڼې ته ویلي: "زه په پوره اطمینان پسې ورغلی وم چې ويې وژنم، زه فکر کوم چې وینه یې راته حلاله ده."