کونړ: شلتن کې به تر دې وروسته یو ماشوم هم له واکسینه پاتې نشي

د کونړ د شلتن ولسوالۍ اوسېدونکي وايي پخوايې د فلج ضد واکسین ماشومانو ته نه ورکول،خو له کومې ورځې چې په یاده ولسوالۍ کې د پولیو درې مثبت پېښې موندل شوي دوی دا حس کړي چې له واکسینو بله لار نه لرې او اوس په سلو کې پنځه نوي کسان حاضر دي چې خپلو کوچنیانو ته واکسین ورکړي.

د شلتن ولسوالۍ اوسېدونکي خپلو ماشومانو ته د واکسین پر نه ورکولو پېښماني ښیي او وايي چې تر دې وروسته به یې یو ماشوم هم له واکسینه پاتې نه شي.

د شلتن قومې مشر حاجي عجب خان وايي، په ولسوالۍ کې د پولیو ضد واکسینو زیات مخالفت موجود و خو کله چې د فلج درې پېښې يې په سیمه کې وموندل شوي او خلکو د هغو فلج شوو کوچنیانو حالت ولیده نو د خپلو ماشومان دروغتیا غم ورسره پیدا شو او اوس چمتو دي چې هره یوه کورنۍ کوچنیانو ته یاد واکسین ورکړي.

هغه وايي دوی هلته پراته وسله وال مخالفین هم دی ته چمتو کړې چې له دې وروسته په ټولو کلیو کې د واکسینو رضا کارانو ته اجازه ورکړې او په خپله سیمه او کورونو کې د فلج ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسي:

تر دې وروسته به یې یو ماشوم هم له واکسینه پاتې نه شي.

"دولسونو د منځګړیتوب لپاره لاړو، د مهاجرو شورا وه، زموږ د شلتن دیرش نفره سپین ږیري، لاړو د امارت د مشرانو او د سواتي مهاجرو سره مو درې ورځې تېري کړې، هغوی ته مو قناعت ورکړ او ژمنه يی راسره وکړه چې نه به ډاکټر سره کار لرو او نه هم واکسینو سره."

دوه تنه ځوانان چې د شلتن درې له لرې پرتې سیمې سنو څخه د یادې ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته يي د واکسینو لپاره خپل ماشومان راوړي و ازادي راډیو ته يي وویل:

"نوم مې محمد دی د سنو اوسېدونکی یم، دونډ او سنو په ساحه کې چې د پولیو کوم وایرس لګېدلی، دری تنه يي فلج کړل، دې پېښو خلک وارخطا کړل او اوس ټول چمتو دي چې واکسین ماشومانو ته ورکړي، په دخپلو ماشومانو حق دی، زه به ورته واکسین کورته یوسم او که نوي نو موټر به ونیسم او ټول به کلینیک ته راولم."

"زما نوم شمس الرحمن دی، هلته ډېر ماشومان دي درې په کې فلج شو ، اوس خلک وېره لرې چې نور ماشومان فلج نشي، دراډیوګانو له لارې مو هم د پولیو ضررونه او دواکسینو ګټې واورېدي، نو په همدې وجه مو ماشومان دلته راوړل چې واکسین شي."

د شلتن روغتیايي مرکز مسول ډاکټر رحمت الله وايي د ازادۍ را ډیو له لارې د واکسینو داهمیت په اړه د خپرو شوو راپورونو سره د خلکو ذهنونه روښانه شوي:

"موږ خپل ټارګیټ ته په سلو کې پنځه نوي رسېدلي یو، دا پنځه فیصده به هم په نږدې راتلونکي کي پوره شي، خلکو خپله هغه ماشومان ولیدل او په ضرر پوه شول، بل ستاسو مډیا زموږ سره ډېره ښه همکارې وکړه ،ځکه ازادي راډیو هر ځای کې هر څوک اوري، نوخلک خپله په مشکلاتو خبر شو او موږ سره یي همکارې زیاته کړه."

د کونړ د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکتر احسان الله فضلي ازادي راډیو ته وویل د فلج ناروغۍ د وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره يې د کونړ په ټولو اداري واحدونو کې درې ورځنی کمپاین پیل کړی چې په کې به له یو نیم لکو زیاتو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسینو د څاڅکو ورکولو هڅه وشي:

"دا کمپاین به په پنځلسو ادارې واحدونو کې کېږي، موږ سره یو لک اته پنځوس زره اته سوه یو پنځوس ماشومان هدف دی او هڅه کوو چې ټولو ته واکسین ورکړو، خو بدبختانه چې په تېر کمپاین کې له موږ څخه نهه زره څلور سوه او څو ماشومان پاتي و، په ننني کمپاین کې هم موږ په غازي اباد او ناړۍ کې ستونزې لرو."

هغه وايي د شلتن په ساحه کې پخوا د خلکو په منځ کې د واکسینو په ضد بد نظر موجود و خو اوس خلک په دې پوه شوي چې واکسین ماشومانو ته مهم او کوم ضرر نه لري:

"موږ دا ځل هغه سواتي وروڼه چې په یو شمېر ولسوالیو کې اوسېږي هغوی سره مو هم خبرې کړي، هغوی هم راسره منلې چې واکسین ضرر نه لرې او کوم کسانو چې ماشومانو ته واکسین نه دی کړي هغوی به هم ديته اړ کړي."

هڅه کوي خپله سیمه او کورونو کې د فلج ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیسي

د یادونې وړده چې په روان زیږدیز کال کې په ټول هېواد کې د فلج پنځه مثبتې پېښې موندل شوي چې یوه په هلمند، یوه په قندهار او درې يې د کونړ شلتن ولسوالۍ کې دي، خلک وېره لرې چې که چېرته د واکسینو مخنیوي ته بیاهم د کونړ په نورو سیمو کې هم دوام ورکړل شي، نو د فلج ناروغې به نورو ځایونو ته خوره شي او د جنګ له معلولینو به د فلج له امله د فلج شوو کسانو شمېر زیات شي.

راپور: روح الله انوري