عبدالله عبدالله له چینه وغوښتل چې د ترورېزم پرضد مبارزه کې مرسته وکړي

د افغانستان اجراييه رییس د سیمې له هېوادونو په ځانګړي توګه له چین نه وغوښتل چې له افغان حکومت سره د ترورېزم پرضد مبارزه کې مرسته وکړي.

د اجراییه ریاست په اعلامیه کې راغلي عبدالله عبدالله چې د چین د بهرنیو چارو وزارت په پوهنتون کې وینا کوله، له چین نه وغوښتل چې پر پاکستان له خپل نفوذه په استفادې فشار راوړي څو هغه ژمنې عملي کړي چې په څلور اړخیزو غونډو کې یې کړي دي.

اعلامیه زیاتوي، ښاغلي عبدالله نیغ په نیغه له پاکستان نه هم غوښتنه وکړه چې د ترورېزم په لمنځه وړلو کې خپل رول ادا کړي او د وسله والو ډلو له ملاتړ څخه دې لاس واخلي.

اجراييه رییس همدارنګه ویلي افغان حکومت د وسله والو د ځپلو ترڅنګ د سولې دروازې هم پرانستې او هرکله چې د سولې څلور اړخیزې ناستې نتیجه ورنه کړي افغان حکومت به د وسله والو مخالفانو د ځپلو په لارو چارو غور وکړي.