وزیري:په افغان خاوره کې هیچا ته د تاسیساتو د جوړولو اجازه نه ورکوو

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، هیڅ ګاونډی هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې په سرحدونو کې د منل شوېو اصولو خلاف عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ځینو پاکستانيو ورځپاڼو خبر ورکړی چې د تورخم په سیمه کې د ډیورند کرښې ته څېرمه پاکستاني ځواکونو بیا د تاسیساتو جوړول پیل کړي دي.

تېره اوونۍ افغان سرحدي ځواکونو د دې تاسیساتو د جوړولو مخه نیولې وه چې د دواړو خواو د ځواکونو ترمنځ د راپورته شوي کړکیچ له امله د تورخم لاره د څو ورځو لپاره تړلې وه.

دفاع وزارت وايي، ګاونډي هېوادونه مکلف دي چې په سرحدي سیمو کې منل شوی سرحدي نورمونه په جدي توګه مراعت کړي.

ددې وزارت چارواکي دا خبره په داسې حال کې کوي چې د پاکستان یوې معتبرې ورځپاڼې ډان خبر ورکړی چې که څه هم د تورخم لاره د خلکو او موټرو پرمخ خلاصه ده خو پاکستانې ځواکونو په سیمه کې د اغزن سیم د غځولو او د تاسیساتو د جوړولو کار بیا پیل کړی دی.

په دې اړه د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، افغان سرحدي ځواکونه به، هیڅکله هم پاکستاني پوځیانو ته اجازه ورنه کړي چې د تورخم په سیمه کې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه تاسیسات جوړ کړي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"د تورخم دروازه بدون له قېد او شرطه خلاصه شوې او خلک پرې تګ راتګ کوي، زموږ سرحدي او د دفاع وزارت ځواکونه هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په خاوره کې یا تاسیسات او مواضع جوړ کړي یا فعالیت وکړي.دا چې هرچا لیکلي دا د هغوی کار دی، خو موږ چا ته اجازه نه ورکوو."

تېره اوونۍ افغان سرحدي ځواکونو د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې د پاکستاني ځواکونو د تاسیساتو د جوړولو مخه نیولې وه. چې د موضوع پر سر د دواړو خواو د ځواکونو ترمنځ د راپورته شوي کړکیچ په نتیجه کې د تورخم دروازه څلور ورځې تړلې وه.

د تورخم سیمه یوازینۍ سرحدی سیمه نه ده چې د پاکستاني پوځیانو د سرحدي سرغړونو موضوع په کې راپورته کیږي بلکې افغان سرحدي ځواکونو په وروستیو کلونو کې د د ننګرهار د ګوښتې، د پکتیکا ولایت د انګورو اډې او د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالیو کې، د پاکستاني پوځیانو د تېرېو او د غیر قانوني تاسیساتو د جوړولو په اړه شکایتونه کړي دي.

د پاکستان له لوري د ورته سرغړونو د مخینوي په هڅو کې کله کله د دواړو خواو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې هم شوي چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

سره له دې چې افغان امنیتي ځواکونه د هېواد د سرحدي پولو د ساتلو ډاډ ورکوي په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت استازی نادر خان کټوازي وايي، اوس هم د دې ولایت په ځینو سرحدي سیمو کې پاکستاني پوځیان د تاسیساتو د جوړولو هڅې کوي.

په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت استازی نادر خان کټوازی

ښاغلي کټوازي زیاته کړه:

"د پکتیکا په برمل سرحدي سیمه کې یې تاسیستات جوړ کړل، دروازه یې ودروله. همدارنګه په نورو سیمو لکه خڼد او تروو کې یې هڅې روانې دي. که هم په دې سیمو کې یې پخې دروازې او تاسیسات یې نه دي جوړ کړي خو کوښښ کوي."

د سرحدي ولایتونو اوسیدونکي وايي، پاکستاني سرحدي ځواکونو ډیرځله د افغانستان له ناامینو او د حکومت له بوختیا ناوړه ګټه اخیستې او په ځینو سرحدي سیمو کې مخ ته شوي دي.

افغان چارواکو په دې اړه ویلي چې سرحدي ستونزې یې له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي او هیله ده چې ژر یې د ډیپلوماټیکو لارو څخه مخه ونیول شي.

راپور: خان محمد سیند