د کابل ښار د لویدیځ زرګونو اوسیدونکو خپله مظاهره له پله سوخته پیل کړه

د کابل ښار د لویدیځ زرګونو اوسېدونکو نن خپله مظاهره د پل سوخته له څلور لارې څخه پیل کړه او دا مهال مظاهره چیان د ښار مرکز ي سیمو ته د نږدې کېدو په حال کې دي.

د مظاهرې ګډونوال غوښتنه کوي چې د ترکمنستان د پنځه سوه کیلو ولټه برښنا مزي باید د بامیانو له لارې تېرشي نه د سالنګ له لارې.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وايي چې په دغه مظاهره کې له یو شمېر حکومتي چارواکو او د ملي شورا له غړو سربېره د مرکزي ولایتونو ځینو مشهورو څیرو لکه کریم خلیلي، صادق مدبر، محمد اکبري او عارف رحماني هم ګډون لري.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له مظاهره چيانو غوښتنه کړې چې خپله نننۍ مظاهره له قانون او د مظاهرو له مقرراتو سره سمه ترسره کړي.

په همدې حال کې د کابل ګارنيزيون مشر ګل نبي احمدزى وايي، که چېرې مظاهرې په تاوتريخوالي واوړي او د تروريستي اعمالو سبب شي، مسووليت به يې د هغو کسانو په غاړه وي چې مظاهره یې پلان کړې.

د افغانستان د امنيتي او دفاعي قواوو په ګډه اعلاميه کې راغلي، پوځي تاسيساتو او د منفجره، منفلقه او د سوځېدو وړ موادو د زېرمې سيمو ته نژدې مظاهرې کاملاً منع دي.