استبدادي سیسټم رسنیو ته د اطلاعاتو د نه لاسرسي لامل شوی

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي لاهم په هېواد کې د استبداد دود حاکم دی او تر ډېره هغه معلومات هم د رسنیو په واک کې نه ورکول کېږي چې محرم نه دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي ستونزه یوه نا حل شوې موضوع ګڼي او وایي دولت د اطلاعاتو مالک نه بلکې د اطلاعاتو امانت لرونکی دی.

د دغه وزارت مرستیالې سعیدې مژګان مصطفوي د یکشنبې په ورځ د اطلاع رسونې د فرهنګ د ترویج او پیاوړتیا په اړه یوه کنفرانس ته وویل، هغه معلومات چې محرم هم نه دي د رسینو په واک کې نه ورکول کېږي.

نوموړې زیاته کړه:

"ډېری معلومات چې محرم رازونه هم نه دي، موږ دې ته چمتو نه یو چې هغه شریک کړو، د دې لامل هماغه پخوانی استبدادي سیستم دی چې لاهم په افغانستان کې حاکم دی، زموږ اکثره خبریالان چې ادارو ته مراجعه کوي هغه ډول چې باید وشي اطلاعاتو ته لاسرسی نه پیدا کوي."

مېرمن مصطفوي وویل اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون په برخه کې لاهم ستونزې شته او په وینا یې که د غیر دولتي ادارو لخوا پرې قوي څارنه وشي ممکن دا ستونزه حل شي.

د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت وویل اطلاعاتو ته د لاسرسي د پیاوړتیا په خاطر بودجه نه لري او دولت باید پدې برخه کې بودجه ځانګړې کړي.

تردې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې ویلي و، ټولې حکومتي ادارې مکلفې دي چې د څېړنیزو راپورنو د جوړولو پرمهال له خبریالانو سره همکاري وکړي.

د بې پولې خبریالانو د مرکز وروستی راپور څرګندوي چې افغانستان د بیان د ازادۍ په برخه کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۲۰ ځای لري.

په همدې حال کې اطلاعاتو ته د لاسرسي د څارنې کمېسیون وایي حکومت نباید یوازې په قانون جوړونې اکتفا وکړي بلکې دهغه د تطبیق زمینه هم برابره کړي.

د دغه کمېسیون رئیس سید اکرام افضلي د یکشبې په ورځ دې ناستې ته د وینا پرمهال وویل اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تطبیق په خاطر هیڅ ډول مالي او تخنیکي امکانات په پام کې نه دي نیول شوي.

سید اکرام افضلي

هغه زیاته کړه:

"تر اوسه اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق درلودو قانون تطبیق لپاره حتی هیڅ ډول مالي او تخنیکي امکانات نه دي برابر شوي،په ډيرې خواشینۍ سره باید وویم چې په روان کال کې هم ورته کومه بودیجه په پام کې نه ده نیول شوې د حکومت له لوري د کمو امکاناتو او بودیجې نشتون د دې لامل شوی چې د کمېسیون موجودیت کم اهمیته وګڼل شي."

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په ۱۳۹۳ هجرې لمریز کال کې په شپږو فصلونو او ۳۲ مادو کې تصویب شو.

له دې ټولو سره د ولسي جرګې غړي رمضان بشر دوست وویل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون یو خنثی قانون دی او هیڅ ډول عملي بڼه نه لري ځکه د دغه قانون مادې یو له بل سره په تضاد کې دي.

ښاغلي بشردوست وویل اطلاعاتو ته لاسرسي لپاره لومړی باید په دې برخه کې فزیکي خنډونه لري شي ترڅو خلک او رسنۍ وکولی شي معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ