تمه ده نن له حزب اسلامي سره د سولې تفاهم لیک نهايي شي

د افغانستان د سولې د عالي شورا یو شمېر غړي وايي، هیله من دي چې نن د حزب اسلامي سره د حکومت د سولې د تفاهم لیک ورستی شي.

د سولې عالي شورا یو غړي قاضي محمد امین وقاد ازادي راډیو ته وویل چې په دغه تفاهم لیک کې هیڅ ډول خصوصي غوشتنې نه دي مطرح شوي:

"موږ هیله من یو چې نن د دغه تفاهم لیک شکل نهايي شي، په دې تفاهم لیک کې خصوصي څه نه دي غوښتل شوي بلکې د حزب اسلامي د مشر او افغان کډوالو بېرته د وطن د ستنېدنې، له تور لست څخه د ځني کسانو د نومونو ایستل او د یو شمېر سیاسي بندیانو د برخلیک مشخصول په کې شامل دي."

تر دې دمخه د افغانستان له حکومت سره د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم او د سولې د شورا یوه مرستیال عطا الرحمن سلیم هم اسوشیېټید پریس خبري اژانس ته ویلي چې دوی هیله لري چې ولسمشر محمد اشرف غني به نن یکشنبې د دواړو خواوو د موافقې وروستۍ بڼه تصویب او لاسلیک کړي.

اسوشیېټیډ پریس خبري اژانس وايي چې دا جوړجاړی د ولسمشر غني لپاره چې هڅه کوي د وسله والو طالبانو له ډلو سره هم روغه جوړه وکړي، زیات اهمیت لري.

په همدې حال کې ویل کېږي چې ممکن حکمتیار په خپله ژر کابل ته لاړ شي.