سرنوشت: افغانستان دې پنځمه څلور اړخیزه غونډه تحریم کړي

کابل چاپ نننیو ورځپاڼو د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ د افغان حکومت او د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ترمنځ د سولې د وروستیو خبرو په اړه لیکنې او تبصرې کړې دي.

کابل پوسټ:

کابل پوست ورځپانې د سولې عالي شورا په حواله لیکلي نن به له حزب اسلامي سره د سولې خبرې وروستۍ شي.

وړاندې په مطلب کې راغلي له حزب اسلامي سره د سولې خبرو بریالي کېدل به د سولې په برخه کې شته اندېښنې له منځه یوسي او د سولې لپاره به نوي څرکونه راپیدا شي.

ویسا:

ویسا ورځپانې د واشنګټن د سولې په انسټیټیوت کې د رولاغني خبرې راخیستې چې ویلي حکمتیار او نور جهادي مشران په افغانستان کې یوازې د ژوند کولو حق لري.

همدې ورځپانې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې ایا جهادي زعامت یوازې د ژوند حق لري؟

د سرمقالې لیکوال خپلې پوښتنې ته په ځواب کې لیکي ولس ته د رولا غني پریکرې ،ځکه د منلو وړ نه دي چې نه په ارزښتونو کې له دې ولس سره شریکه ده اونه هم په برخلیک کې.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپانې په لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي افغانستان دې پنځمه څلور اړخیزه غونډه تحریم کړي.

وړاندې په مطلب کې یادونه شوې که افغان حکومت په دې غونډه کې بیاهم ګډون وکړي، د لیکوال په باور د ا به په بهرني سیاست کې د دغه حکومت د بې ثباتي په معني وي.

د سرنوشت ورځپانې د سرمقالې د لیکوال په اند په غونډه کې ګډون کول، د همغې پخوانۍ کیسې تکرار دی چې پایله یې د نا امنۍ او افغان وژنې دوام دی.

هېواد:

د هېواد د دولتي ورځپانې د سرمقالې عنوان دی افغان حکومت نور باید د پردیو د دوه مخو او کاذبو پالیسو ښکار نه شي.

وړاندې په سرمقاله کې یادونه شوې پاکستان غواړي چې په افغانستان کې ځینې مغرضې کورنۍ کړۍ په کابل کې له افغان حکومت سره د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي.

انیس:

بلې دولتي ورځپاڼې انیس د ولسمشر د مرستیال ویاند سید ظفر هاشمي له قوله لیکلي د سولې پروسه ډېر پيچلی بهیر دی او اوس د دی وخت رارسېدلی هغه کسان چې سولې ته نه حاضریږي پر وړاندې باید مبارزه وشي.

اصلاح:

د اصلاح ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي د هغه کسانو په وړاندې باید جدي مبارزه وشي چې له نړیوالو تروریستي ډلو سره اړیکي لري او د یو مشروع اسلامي حکومت پرضد جنګېږي.