تمه ده نن له حزب اسلامي سره د سولې موافقه تصویب شي

د افغانستان د سولې د عالي شورا او د حکمتیار استازي وايي چې ممکن د حزب اسلامي او حکومت موافقه نن د ولسمشر له لوري تصویب شي.

د افغانستان له حکومت سره د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم او د سولې د شورا یوه مرستیال عطا الرحمن سلیم اسوشیېټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې دوی هیله لري چې ولسمشر محمد اشرف غني به نن یکشنبې د دواړو خواوو د موافقې وروستۍ بڼه تصویب او لاسلیک کړي.