د جاپان سمندر کې د روسیې یوه کښتۍ نیول شوې

د جاپان په سمندر کې د روسيې يوه کښتۍ د شمالي کوريا د ساحلي ساتونکو له خوا نيول شوې او يوه ټاپو ته بېول شوې ده.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يوه مقام وويل، شمالي کوريا په خپل تماس کې ويلي چې دغه کښتۍ کيم چايک بندر ته بېول شوې ده.

ده وويل چې د کښتۍ پنځه تنه عملې ته زيان نه دى رسېدلى او مسکو له پيونګ يانګ څخه په دې برخه کې د وضاحت په تمه ده، چې دا کښتۍ ولې نيول شوې ده.

ده زياته کړه روسي ډيپلوماتان هڅه کوي د کښتۍ له عملې سره د کتنې اجازه ترلاسه کړي.

په شمالي کوريا کې د روسيې د سفارت يوه چارواکي تاس خبري اژانس ته وويل، دغه کښتۍ پرون ناوخته د شمالي کوريا د ساحلي ساتونکو له خوا راګرځول شوې چې د يوې مسابقې په لړ کې د جنوبي کوريا له بوسان بندر څخه د روسيې ولادي وستوک ختيځ ښار ته روانه وه.

روسيه چې له شمالي کوريا سره لنډه ځمکنۍ پوله لري، تر ډېره له پيونګ يانګ سره ښې اړيکې لري.