د پښتو او دري ژبو د لامعیاري کولو تفاهمنامه لاسلیک شوه

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د علومو له اکاډمۍ سره د هېواد د ملي ژبو د لا معیاري کېدو لپاره هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د اطلاعاتو او کتلور وزیر وايي، هڅه کوي د ملي ژبو دغنا مندۍ ترڅنګ د ژبو د ساتنې په برخه کې هم جدي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر وايي، پښتو او دري ژبې د بهرنیو ژبو تر فرهنګي اغېز لاندې دي خو دوی د علومو اکاډمي په همغږۍ هڅه کوي د دغه اغیز مخه ونیسي.

عبدالباري جهاني په همدې برخه کې د شنبې په ورځ د علومو له اکاډمۍ سره د هوکړه لیک ترلاسلیک وروسته وویل چې د علومو اکاډمۍ د علمي، سیاسي او فرهنګي موضوعاتو د نشر مسؤلیت لري او دغه اکاډمۍ باید په دې برخه کې خپل رول ولوبوي.

ښاغلی جهاني وايي هڅه کوي د ژبو د ساتنې په برخه کې هم جدي ګامونه پورته کړي.

هغه زیاته کړه:

"د پښتو ژبې د معیارې کولو یا د دري ژبې د معیارې کولو خصوصاً بیا پر پښتو او درې ژبو د خارجي یرغل د مخینوي لپاره دواړه هم د اکاډمۍ علومو موسسه او هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به په دې برخه کې کوښښ او همکاري کوي."

ژبه د افهام او تفهیم یوه له ترټولو مهمه وسیله ده چې د وخت په تېرېدو غني کولو ته اړتیا لري.

د افغانستان خلک کابو په ۳۰ ژبو خبرې کوي خو د خلکو ترمنځ مروجې رسمي ژبې پښتو او دري دي.

په ورستیو کې خلکو له دې کبله پر ځینو رسنیو انتقاد کوي چې ګواګې د پښتو او دري ژبې معیاري بڼه نه کاروي او تر ډېره د نورو ژبو له لغتونو استفاده کوي.

په همدې حال کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ وايي چې دوی د پښتو او دري ژبو د لیک دود لپاره بېلابېل قاموسونه جوړ کړي او دغه قاموسونه به ژر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لورې نشر شي.

د دغه اکاډمي رئیسه ثریا پوپل وايي چې د اریانا په نوم دغه علمي قاموس له بشپړېدو وروسته به په چاپي بڼه خپور شي او خلک کولای شي په انټرنیټ کې هم ګوري.

د علومو اکاډمۍ رئیسه ثریا پوپل

هغې زیاته کړه:

"د افغانستان د علومو اکاډمي پلان لري د پښتو او دري ژبو د واحد لیک په رامنځ ته کولو کار وکړي، د اریانا دایره المعارف دوم پړاو هم بشپړ شوی، هڅې دادي چې د دغه کتاب په انلاین برخه هم کار وشي."

په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنتونونو یو شمېر استادان وايي، که څه هم دغه قدم وروسته اخیستل شوی، خو بیا هم د ژبو د پرمختګ لپاره ګټور تمامېدای شي.

د کندز د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي استاد عبدالمجید وايي، دا هڅې به وخت ونیسي، خو که جدي پام ورته ونه شي، د وخت په تېرېدو سره د افغنستان ملي او رسمي ژبې له بهرنیو ژبو متاثرې شي.

راپور: محمد حدیث پردېس