د هلمند نادعلي کې موټر بم حملې ۳ سیمه ییز پولیس وژلي

د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې نن سهار په موټر بم حمله کې درې سیمه ییز پولیس وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د هلمند دوالي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې حمله نږدې لس بجې د مارجې او نادعلي ولسوالیو په دوارهي سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو په روزنتون شوې ده.

ښاغلی ځواک زیاتوي چې د پېښې ځای ته نږدې یو ښوونځي هم و چې دوه زده کوونکي یې ټپیان شوي دي.

بل خوا په سیمه کې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې په پېښه کې څلور سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو د حملې مسوولیت منلی او ادعا یې کړې چې سیمه ییزو پولیسو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د یو بل خبر له مخې د نیمروز امنیتي چارواکي وايي چې په زرنج ښار کې یې یو انتحاري حمله کوونکی هدف ته له رسېدو وړاندې وژلی دی.

د نیمرزو امنیه قوماندان جیلاني ابوبکر نن ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي مسوولینو د دغه کس په اړه له وړاندې معلومات درلودل.