د افغانستان او پاکستان اړیکي باید پر تورخم دروازې اغېز ونه کړي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير وايي، له پاکستاني چارواکو سره يې په خبرو کې موافقه وکړه چې د واړو هېوادونو ترمنځ اړيکې بايد د تورخم دروازې پر پرانيستلو يا تړل کېدو اغېز ونه کړي.

حضرت عمر زاخېلوال پرون، د تورخم دروازې د پرانيستلو پر مهال ازادي راډيو ته وويل چې د پاکستان له لوى درستيز سره تر بحث وروسته دغه دروازه د خلکو پرمخ پرانيستل شوه:

"په دې باندې قناعت وشو چې په راتلونکي کې به هم وخت ناوخت دغسې ستونزې لرو، خو د ترخم دروازې تړل- يا پرانيستل بايد ورپورې ونه تړل شي."

تورخم دروازه د څلورو ورځو لپاره د خلکو پرمخ تړلې وه چې په دواړو لوريو کې راګيرو خلکو ته يې زياتې ستونزې جوړې کړې وې.