ريال مادريد د خپلو مينه والو پر وژل کېدو خواشيني وښوده

په عراق کې په هغو ډزو او بمي حملو کې چې مسؤليت يې داعش ډلې منلى، پرون ١٦ کسان ووژل شول.

په وژل شويو کې د هسپانيا د ريال مادريد کلب مينه وال هم شامل دي، د هسپانيا حکومت او د فوټبال دغه کلب پرون جمعه په دې اړه عکس العمل څرګند کړ.

د عراق په بلد ښارګوټي کې د يوې قهوه خانې فرش په وينو لړلى او څوکۍ ګډې وډې پرتې دي.

پرون جمعه په يو لړ ډزو او بمي حملو کې چې د اسلامي دولت سخت دريځې ډلې يا داعش يې مسؤليت ومانه، لږ تر لږه ١٦ کسان ووژل شول.

د جمعې سهار وختي درېيو وسله والو په بلد ښارګوټي کې چې ډېرى اوسېدونکي يې شيعه ګان دي په يوه قهوه خانه کې پر خلکو ډزې وکړې.

په نتيجه کې يې ١٢ کسان ووژل شول او ٢۵ نور ټپيان شول.

د يوې قهوه خانې فرش په وينو لړلى او څوکۍ ګډې وډې پرتې دي

​د دې قهوه خانې يوه کارکوونکي قصي محمد رويټرز ته وويل:

"وروستۍ ورځې خونړۍ دي چې زه يې په الفاظو نه شم بيانولاى، دلته يو وسله وال کس راننوت او ناڅاپه يې پر خلکو ډزې پيل کړې، لاسي بمونه يې هم راغورځول، هغه دوه کسان چې دلته پر مخکنيو څوکيو ناست وو، ورسره درې څلور نور کسان ووژل شول."

ځايي اوسېدونکي وايي، په دې قهوه خانه کې تر ډېره د هسپانيا د فوټبال کلب ريال مادريد ځوان مينه وال راټولېدل او په دغو ١٢ وژل شويو کې دوى هم شامل دي.

راپورونه وايي د هسپانيا حکومت او د ريال مادريد د فوټبال کلب پرون جمعه دغه پېښه غندلې او ويلي يې دي لوبغاړي به يې د وير په ډول پر خپلو مټو توره پټۍ وتړي.

پر قهوه خانې حمله کوونکي تر پېښې وروسته تښتېدلي دي، خو څو ساعته وروسته يې يوه تن، د ترکاريو په يوه مارکېټ کې په ځان پورې منفجره موآد وروسته له هغې وچوول چې شيعه ملېشه وو او پوليسو دى په يوه تشه ودانۍ کې ايسار کړ.

د دوى ترمنځ ډزې هم تبادله شوي دي.

پر قهوه خانې حمله کوونکي تر پېښې وروسته تښتېدلي دي،

روغتيايي سرچينې وايي په دې چاودنه کې څلور کسان وژل شوي او دوه سخت ټپيان شوي دي.

اعماق خبري اژانس چې د داعش ډلې پلوي کوي، ويلي درېيو ځانمرګو بريدګرو يې پر شيعه ملېشه وو ځانمرګي بريدونه کړي دي.

يو شمېر پوليسو د نوم نه ښوولو په شرط رويټرز ته ويلي، د جمعې ورځې بريد کوونکي توانېدلي د پوليسو د تالاشۍ له درېيو پوستو تېر شي او ځانونه خپل هدف ته ورسوي.

امنيتي سرچينو وېره څرګنده کړې چې د دغه ښار ګوټي په مربوطاتو کې ښايي نورې حملې هم وشي.

په عراق کې داعش ډله چې لا هم د دغه هېواد پر ځينو سيمو کنټرول لري، پر شيعه ګانو دغسې حملې کوي.

د عراق يوې استخباراتي سرچينې ويلي د بدر سازمان جنګياليو چې د ايران پراخ ملاتړ له ځان سره لري، پر يوه نږدې کور چاپه اچولې او د يوې سني کورنۍ ١٣ غړي يې له ځانونو سره بېولي دي.

وروسته له هغې چې د چهارشنبې په ورځ په بغداد کې درې ځان وژونکې حملې وشوې او لږ تر لږه ٨٠ کسان يې ووژل، د عراق پر امنيتي ادارو انتقادونه زيات شوي دي.