پسرلی: افغان سوداګرو د تورخم لارې د بندېدو له امله زیان لیدلی

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې افغان سوداګرو ته د تورخم لارې د بندېدو له امله په لکونو ډالر زیان رسیدلی دی.

د دغې خونې د رسنیو برخې مسوول صیام الدین پسرلي ازادي راډيو ته وویل چې د افغان سوداګرو په مالونو ډکې زرګونه لارۍ د تورخم بندر دواړو غاړو ته بندي ولاړې دي.

ښاغلی پسرلی وایي چې په اکثرو دغو لارېو کې خوراکي مواد، ترکاري او میوې بار دي چې د سختی ګرمۍ له امله یا له منځه تللي او یا هم د منځه تلو په حال کې دي.

دی وايي:

"په زرګونه لارۍ د تورخم بندر دواړو غاړوته ولاړې دي په دې تمه دي چې لار پرانېستل شي او خپل مالونه انتقال کړي په دغو لارېو کې میوې دي، ترکارۍ دي دا هغه مواد دي چې ژر له منځه ځي دا د افغان سوداګرو لپاره سخته ضربه ده په هره لارۍ کې په زرګونو او لکونو ډالرو مالونه بار دي."

ښاغلي پسرلي له حکومتي چارواکو څخه د دغې ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

له څلورو ورځو راهیسې د پېښور جلال آباد ترمنځ د تورخم بندر د مسافرو او

ټرانسپورټي وسایطو په مخ تړلی دی.