نیوز ویک: د کېمرون خبرو،اشرف غني نه دی په غوسه کړی

نیوزویک مجلې د ولسمشر اشرف غني د هغې وینا په اړه یو مطلب خپور کړی دی چې وايي، په افغانستان کې د فساد په اړه د بریتانیا د صدراعظم ډیویډ کېمرون له وینا څخه نه دی په غوسه شوی.

ولسمشر اشرف غني چې د فساد په اړه په یوه نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره لندن ته تللی پرون د بي بي سي له څلورم چینل سره په مرکه کې وویل، کېمرون د هغه میراث په اړه خبرې کوي چې ګڼ شمېر لوبغاړي او ګڼ شمېر عوامل په کې ښکیل دي او په نتیجه کې یې د نړۍ فاسد هېوادونه رامنځ ته کیږي.

نیوزویک د ولسمشر څرګندونو ته د اشارې په ترڅ کې لیکي چې افغانستان اوس مهال د نړۍ د ۱۶۸ هېوادونو په فهرست کې په ۱۶۶ ځای کې او یوازې شمالي کوریا او سومالیا ترې مخکې دي.

نیوزویک د ولسمشر غني هغه وینا رااخیستې چې وايي، د افغانستان خلک فساد نه غواړي.

غني زیاتوي، زه خلکو د دې ماموریت لپاره غوره کړی یم چې برعکس باید شفافیت، حساب کتاب او د قانون حاکمیت راولم.

خپرونې د ولسمشر د وینا هغې برخې ته هم اشاره کړې چې وايي، په لویدیځ کې د مخدرو موادو اعتیاد هغه ستونزه ده چې په افغانستان کې د فساد له پراخېدو سره مرسته کوي او ترورېزم او افراطیت پیاوړي کوي.

بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین هم د افغان ولسمشر د همدې څرګندونو په اړه یو راپور خپور کړی او د ښاغلي غني د وینا هغه برخه یې یاده کړې چې وايي، د ستونزې د حل لومړی ګام دا دی چې د هغې پر موجودیت اعتراف وشي.

ولسمشر زیاتوي چې د دې سرطاني جرړو په ایستلو کې افغان حکومت د نړیوالې ټولنې له هڅو سره همکار دی.

ګارډین زیاتوي، د اشرف غني په مشرۍ افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو په فهرست کې شامل شو خو ښاغلي غني د شفافیت د نړیوالې ادارې د راپور په اړه شک ښيي.

ورځپاڼه د بي بي سي له څلورم چینل سره د افغان ولسمشر د څرګندونو هغه برخه یادوي چې وايي، د شفافیت د نړیوالې ادارې په راپور کې د فساد پرضد د هغو اقداماتو یادونه نه ده شوې چې د ده حکومت تر سره کړي خو نتیجې ته یې باید انتظار وایستل شي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازي په دې وروستیو ویلي و چې د افغانستان تر ټولو لویه ستونزه فساد دی.

ولسمشرغني وویل، په ارګ کې په همغه غونډه کې چې د اروپايي ټولنې استازي دا انتقادونه وکړل ده له فساد سره د مبارزې د مرکز د رامنځ ته کولو خبر ورکړ چې له دې سره به د ده په وینا د فساد پرضد د مبارزې ځواک نورهم پیاوړی شي.