الکوزی: د تورخم بندر تړل ډېرې اقتصادي ستونزې جوړې کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسؤولین وايي چې د تورخم بندر تړل ډېرې اقتصادي ستونزې جوړې کړي دي.

د دغې خوني مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل چې د هرې ورځې په تېرېدو سره افغانستان ته د ۱۰ میلیونو ډالرو په شاوخوا کې تاوان رسیږي.

د ښاغلي الکوزي په خبره اوس مهال د تورخم بندر په شاوخوا کې په سلګونه موټر بار ولاړ دي او که دغه لاره ژر تر ژره خلاصه نه شي، د افغان سوداګرو ډیر مالونه به له منځه ولاړ شي.

د یادونې وړده چې د تورخم بندر له تېرو درېیو ورځو راهیسې د پاکستاني ځواکونو له خوا تړل شوی دی.