افغان ولسمشربه د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په کنفرانس کې وینا وکړي

افغان ولسمشرپه لندن کې دی او تمه ده نن د اداري فساد په وړاندې د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې وینا وکړي.

جمهوري ریاست په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلي غني به له اداري فساد سره د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې له اداري فساد سره د مبارزې په اړه د افغاستان لیدلوری او د افغان حکومت هڅې بیان کړي.

له اداري فساد سره د مبارزې نړیوال کنفرانس د بریټانیا په مرکز لندن کې جوړ شوی دی چې تمرکز یې له اداري فساد سره نړیواله مبارزه ده.

د افغانستان جمهور رییس به تر دغه کنفرانس وروسته د سنډهرسټ له پوځي اکاډمۍ هم لیدنه وکړي او له هغو افغان محصلینو سره به وګوري چې په دې اکاډمۍ کې پوځي زده کړې کوي.