الحدیثي: د عراق په ښارونو او ولایتونو کې د داعش حضور کمزوری شوی

عراق وایي، د هغې سیمې دوه دریمه برخه یې بیرته نیولې چې په ۲۰۱۴ کال د اسلامي دولت ډلې په چټک پرمختګ کې لاندې کړې وه.

د حکومت ویاند سعد الحدیثي پرون په ټلویزیوني خبرو کې وویل چې د عراق په ښارونو او ولایتونو کې د داعش حضور کمزوری شوی دی.

دې ډلې چې د عراق د خاورې په سلو کې ۴۰ یې لاندې کړې وه، اوس یوازې ۱۴ فیصده خاوره په لاس کې لري.

د عراق پوځ، د کورد پیشمرګه ځواک، شیعه ملیشو او سوني قبایلي وسله والو په مرسته چې ټول د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو له ملاتړه برخمن دي، په تېر یوه کال کې د رمادي، تکریت او باجي په ګډون یو شمېر ښارونه له داعشه بیرته نیولي دي.

خو له دې سره سره اسلامي دولت ډله توانیدلې چې په هغو سیمو کې چې د دولت تر کنټرول لاندې سیمې بلل کیږي، خونړۍ حملې ترسره کړي.