بهرته د افغان کارګرانو د لېږلو هڅې روانې دي

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې بهرنیو هېوادنو ته د افغان کارګرانو د لېږلو لپاره له یو شمېر هېوادونو سره خبره شوې ده.

د دغه وزارت سلاکار فتاح احمدزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له سعودي عربستان سره د دوی خبرې شوي او ډېر ژر به افغان کارګران دغه هېواد ته واستول شي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې له ایران، متحده عربي اماراتو او یو شمېر نورو هېوادنو سره یي په دې اړه خبرې کړي او مثبتې نتیجې ته هم رسېدلي.