د فساد پرضد د ولسمشرغني اقدامات به د نړیوالو پام راواړوي

جمهوري ریاست وايي، افغان حکومت هغه ژمنې پوره کړي چې نړیوالې ټولنې ته یې د فساد د ختمولو لپاره ورکړي وې.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې افغان ولسمشر به د فساد په وړاندې شوي اقدامات د لندن په کنفرانس کې د نړیوالو تر غوږو ورسوي.

ټاکل شوې چې دغه کانفرانس سبا پنجشنبې په لندن کې جوړ شي.

جمهوري ریاست وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني به د لندن په جوړیدونکې غونډه کې نړیوالې ټولنې ته د اداري فساد پر وړاندې د خپلو لاسته راوړنو تصویر وړاندې کړي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت د فساد پر ضد مبارزه کې هغه هدف ته ځان رسولی چې نړیوالې ټولنې ورته ټاکلی و.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

ښاغلی مینه پال وايي چې افغان حکومت هڅه کوي چې د لندن په غونډه کې افغانستان ته د نړیوالو پاملرنه را جلب کړي.

"نړیوالې ټولنې چې موږ ته کوم هدف ټاکلی وو او موږ چې کومې ژمنې دوی ته ورکړي وې هغه بشپړې شوي دي او په اړه یې اقدمات شوي دي له شک پرته نړیوالې ټولنې ته به د افغانستان د ولسمشر د اقداماتو راپور په زړه پورې وي او له دې لارې به د نړیوالې ټولنې نوره پاملرنه او مرسته هم راجلب شي."

جمهور رئیس محمد اشرف غني به د پنجشنبې په ورځ په دې کنفرانس کې د ګډون تر څنګ د بریتانیا له لومړی وزیر او یو شمېر نورو مشرانو سره د افغانستان او سیمې په عموميوضعیت هم وغږېږي.

د بریتانیا صدر اعظم ډیوېډ کامېرون چې هېواد یې د فساد په وړاندې د دې غونډې کوربه دی د غونډې له جوړېدو مخکې افغانستان او نایجریا د ځمکې په سر په فساد تر ټولو ډېر ککړ هېوادونه بللي دي.

په همدې ډول د روڼتیا نړیوال سازمان په وروستي راپور کې افغانستان له سومالیا او شمالي کوریا وروسته په اداري فساد ککړ درېیم هېواد یاد کړی دی، په دې راپور کې دا هم راغلي و چې افغانان هرکال دوه میلیارډه ډالره رشوت ورکوي.

د روڼتیا نړیوال سازمان په وروستي راپور کې افغانستان له سومالیا او شمالي کوریا وروسته په اداري فساد ککړ درېیم هېواد یاد کړی.

بل لورته اروپایي ټولنې په دې وروستیو کې په یوه راپور کې وویل چې په افغانستان کې اداري فساد په ځانګړې توګه عدلي او قضایي ارګانونو کې د اندېښنې وړ دی.

حکومت که څه هم د لندن کنفرانس ته د اداري فساد د مبارزې په برخه کې د لاسته راوړنو خبره کوي، خو د فساد په وړاندې د مبارزې یو شمېر ټولنې افغان حکومت په دې مبارزه کې ناکامه بولي.

د اداري فساد په وړاندې د مبارزې د شبکې مشر خان زمان امرخېل ازادي راډيو ته وویل چې د حکومت دننه ځينو کړېو د فساد مخنیوي ته خنډونه جوړ کړي او افغانانو هیڅ د بدلون احساس نه دی کړی.

هغه زیاته کړه:

"د لندن په کنفرانس کې که څه هم د لاسته راوړنو ادعا کوي او دوی به ووايي چې موږ د فساد په وړاندې سخته مبارزه کړې خو فکر نه کېږي چې دوی دې په تېر یو نیم کال کې داسې څه لاسته راوړنه ولري چې په هغې باندې نړیوال قانع کړي خو که دوی هلته ځينې شایان و هم وايي دلته ولس ته قناعت نه شي ورکولای."

جمهور رئیس محمد اشرف غني هم تېره اوونی په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې فساد ملي شرم وباله او ژمنه یې وکړه چې په وړاندې به یې مبارزه له پخوا لا ډېره او منظمه شي.

معلومه نه ده چې د اداري فساد له موجودیت سره - سره به نړیوال څومره وهڅول شي چې د لندن په کانفرانس کې د نړیوالو مرستې را جلب کړي، خو د فساد په وړاندې د مبارزې د شبکې مشر خان زمان امرخېل وایي، دا به ستونزمنه وي چې په دې شرایطو کې د نړیوالې ټولنې قناعت ترلاسه شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ