ولسمشرغني به د اداري فساد پرضد د مبارزې په غونډه کې ګډون وکړي

تمه ده چې سبا به جمهور رییس محمد اشرف غني د اداري فساد پر ضد د مبارزې په کنفراس کې چې په لندن کې جوړیږي ګډون وکړي.

د جمهور رییس د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې جمهور رییس به په دغه کنفراس کې د اداري فساد په برخه کې د افغان حکومت د لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړي.

ښاغلی مینه پال وايي، جمهور رییس به د دغه کنفراس په څنډه کې د بریتانیا له صدراعظم ډیویډ کامرون او نورو مشرانو سره هم لیده کاته وکړي.

له دې وړاندې د بریتانیا لومړي وزیر ويلي و چې افغانستان او نایجریا په نړۍ کې په اداري فساد کې له تر ټول بد ښکیل هېوادونه دي.