د مسافرو پر مخ د تورخم دروازه تړل شوې

ننګرهار کې د مسافرو پر مخ د تورخم دروازه تړل شوې.

د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي وايي د سې شنبې په ورځ د افغان او پاکستاني ملېشو ترمنځ د ځينو ستونزو له امله دروازه تړل شوې او په تورخم کې د دواړو غاړو ترمنځ د ستونزې د حل په موخه خبرې روانې دي.

که څه هم د عطاالله خوګياڼي دا ستونزه روښانه نه کړه خو په تورخم کې یوې باوري سرچينې ازادي راډيو ته ویلي چې نن سهار پاکستاني ځواکونو په د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې د پله او ځينو نورو تاسیساتو د جوړولو چارې پيل کړې وې چې د سرحدي ځواکونو لخوا يې ممانعت وشو او همدا ستونزه ددې لامل شوه چې د تورخم دروازه تر معلوم وخته پورې بنده شي.

اوس هم د تورخم دروازې دواړو غاړو ته په سلګونو مسافر چې زیاته برخه ناروغان دي په سره ګرمي کې د دروازې د خلاصېدو په تمه دي.

خو د ننګرهار ولایتي اداره وايي تمه ده ډېر ژر به یاده دروازه د مسافرو پرمخ خلاصه شي.