د غور دولینه کې ۳۲ سیمه ییز پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

د غور ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې په دولینه ولسوالۍ کې ۳۲ محلي او ملي پولیس وسله والو طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د دولینه ولسوال احمد حسن دانشیار نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه رامنځ ته شوې چې د ضیاالحق په نوم د محلي پولیسو قوماندان د خاک یارک امنیتي پوسته وسله والو طالبانو ته سپارلي دي.

ښاغلي دانشیار زیاتوي چې په تسلیم شویو کې څلور ملي او پاتې ټول محلي پولیس وو چې دوه رینجر موټر او یوه اندازه وسلې او مهمات یې هم طالبانو ته سپارلي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه دي ویلي.