ایران د یوه بالستیک راکټ د ازموینې خبر ورکړ

ایران د یوه بالستیک راکټ د ازموینې خبر ورکړ.

د ایران نیمه خبري اژانس تسنیم، د دې هېواد د یوه پوځي چارواکي، جنرال علی عبداللهي په حواله نن وویل دا ازموینه دوې اوونۍ مخکې شوې او دا راکټ لږترلږه دوه زره کیلومتر واټن په نښه کولای شي.

دا له غربي دولتونو سره د ایران تر اټمي موافقې وروسته، د تهران تر ټولونوې راکټي ازموینه ده.

امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو د ایران پر نوې راکټي ازموینې شدیدې نیوکې کړې دي.