د کندهار په عینو مېنه کې یو لوی کتابتون او موزیم جوړیږي

د کندهار ولایت په عینو مېنه کې د یوه لوی کتابتون او موزیم د جوړولو کار پیل شو.

د اطلاعاتو او کلتور د وزارت ویاند او سلاکار هارون حکیمي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې کتابتون او موزیم د جوړولو لپاره د عینو مېنې خاوندانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته لس جریبه مځکه ورکړې ده.

په کندهار ولایت کې د دې کتابتون او موزیم پر جوړولو به شاوخوا شل میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د افغان حکومت له انکشافي بودیجې ورکول کیږي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي، په دې کتابتون کې به په یوه وخت سلګونه کسان مطالعه کولای شي او ترڅنګ به يې په موزیم کې هغه لرغوني اثار ویني چې په کندهار ولایت کې لاسته راغلي دي.