حزب اسلامي: ځیني کړۍ نه غواړي له حکومت سره د سولې تړون لاسلیک شي

په کابل کې د حزب اسلامي پلاوی وايي، اندېښنه لري چې د سولې په برخه کې د حکومت او د دغه حزب هڅې به ځینې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ له ناکامي سره مخ کړي.

یاد پلاوی وايي که څه هم د سولې خبرې وروستی نتیجې ته رسېدلي خو دوی یې لا هم په لاسلیک ډاډمن نه دي چې د سولې لپاره د حزب اسلامي هیلې دې مقابل لوری د بریالیتوب تر حده ورسوي.

د دې پلاوي غړي محمد امین کریم د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل ځینې کړی د دې خبرو د وروستي پرېکړه لیک د لاسلیکېدو مخنیوی کوي.

ښاغلی کریم وايي چې د سولې له عالي شورا سره په ټولو مواردو نتیجې ته رسېدلی او که دولت د ځینو کړیو تر فشار لاندې رانشي دا تفاهنمامه لاسلکېدونکي ده.

هغه زیاته کړه:

"موږ د سولې له عالي شورا سره وروستی پرېکړې ته رسېدلي یو خو هغه معلومات چې په غیر مستقیم ډول موږ ته رارسېږي داسې څرګندوي چې د امریکا له لوري ځینې جنګ غوښتونکي ډلې د سولې د راتګ او د تفاهنمامې له لاسلیک سره سخت مخالفت لري او موږ اندېښنه لرو چې خدای مکړه افغان حکومت له دې امله کمزوري شي او ونشي کولای چې په کورنیو او بهرنیو جنګ غوښتونکو ډلو بریالی شي."

ښاغلي کریم په مشخصه توګه د دغو کړیو نومونه یاد نه کړل خو مخکې تر دې د سولې عالي شورا چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې دوی هم داسې مخالفتونو ته موقع نه ورکوي.

د حزب اسلامي پلاوی له څه باندې یوې میاشتې راهیسې په کابل کې دی تر څو د افغان حکومت په وړاندې د جنګیدونکي ډلې او حکومت تر منځ د روغې جوړې شرایط برابر کړي.

د حزب اسلامي د دغه غړي د معلوماتو له مخې په ټولو مواردو دواړه لوري نتیجې ته رسېدلي دي.

له دې وړاندې اټکل کېده چې د شمشتو کمپ په رالېږدېدو، د تور لست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم په وتو او د حزب اسلامي زنداني غړو د دوسیو څېړل ممکن د دواړو لورو تر منځ د خبرو د پرمختګ مخه ډب کړي.

د روغې جوړې پیل شوي دا پروسه داسې وخت لا هم ډاډمنه نه ښکاري چې له دې وړاندې د سولې عالي شورا او د حزب اسلامي ځینو غړو د دغې تفاهمنامې د لاسلیک لپاره کابل ته د ګلبدین حکمتیار د راتلو څرګندونې کړي دي.

د سولې عالي شورا که څه هم ځینې تخنیکي بحثونو پاتې ګڼي خو وايي چې په ټوله کې د تفاهنمامې د لاسلیک په وړاندې څه ممانعت نشته.

د یادې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون ازادي راډيو ته وویل، وروستیو پرمختګونو ته په کتو ویلای شي چې دا تفاهنمامه ډیر ژر د ګلبدین حکمتیار، افغان ولسمشر او د سولې عالي شورا د رئیس له خوا لاسلکیږي:

"هغه څه چې موږ یې اټکل کوو قوي احتمال دا دی چې د همدې اوونۍ په جریان کې که یوه یا دوه غونډې وشي نور ټول مسایل حل دي او د پرېکړه لیک لاسلکېدل چمتو کېږي، داسې اختلافات نه دي پاتې چې د دې پروسې د پاتې کېدو سبب شي."

د حزب اسلامي سره د سولې د خبرو پیل شوی مزل داسې وخت په وروستیو مرحلو کې له اندیښنو سره مخ کېږي چې افغان حکومت له طالبانو سره د دې بهیر ناکامه تجربه لري.

له دې وړاندې وسله وال طالبان د پاکستان په مري ښار کې له افغان پلاوي سره خبرو ته ناست وو خو له هغې وروسته دا پروسه له خنډ سره مخ شوه.

د روانو چارو څیړونکی میرسردار وايي ځینو کړیو د خپلو ګټو د خوندیتوب په خاطر تل د سولې د راتګ مخه نیولي خو افغان حکومت باید دا ځل د اکثریت وګړو غوښتنه په نظر کې ونیسي.

هغه وايي د ملي یووالي حکومت که د ملي ګټو ضد ځینو کړیو مخه ونه نیسي او د تل په څېر یوازې وخت تېر کړي کله به هم د روغې جوړې داسې زرینه موقع بیا تر لاسه نه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ