رسولي: افغان او روسي سوداګر به هوکړه لیک لاسلیک کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې افغان سوداګر به راتلونکې اوونۍ روسیې ته سفر وکړي څو د هغه هېواد پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

ددغې خونې د رسنیو د برخې مسوول صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان سوداګر به له روسي سوداګرو سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د اسانتیا د برابرولو په خاطر یو هوکړه لیک هم لاسلیک کړي.

ښاغلی پسرلی زیاتوي له روسي سوداګرو سره له دې مخکي په ۲۰۱۰ کال کې هم په افغانستان کې د کانونو، زده کړې او ودانۍ جوړولو برخو کې د پانګوني لپاره یو تړون لاسلیک شوی و.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه هیله ښيي چې روسیه همداراز د افغان سوداګرو لپاره د هغه هېواد د ویزو د صادرولو په برخه کې هم یو لړ اسانتیاوې رامنځته کړي.