اوچقون: له حزب اسلامي سره به موافقتنامه راتلونکې اوونۍ لاسلیک شي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشري د حزب اسلامي ترمنځ به د سولې موافقتنامه راتلونکې اوونۍ لاسلیک شي.

د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون نن ازادي راډيو ته وویل چې له حزب اسلامي سره نږدې په ټولو مادو توافق شوی دی:

"داسې اختلافات چې د دې پروسې د ځنډ سبب شي نه دي پاتې، په راتلونکې اوونۍ کې به ډېر ژر دغه موافقتنامه د ولسشمر محمد اشرف غني، د ګلبدین حکمتیار او د سولې د عالي شورا د مشر ترمنځ لاسلیک شي."

ښاغلی اوچقون زیاتوي چې امنیت شورا په دې شرطونو حکمتیار او د دې حزب غړي له تورلست څخه باسي چې د افغانستان اساسي قانون ومني، د تېرو پنځلسو کالونو لاس ته راوړنو او د ښځو حقونو ته به احترام لري.

له دې وړاندې د سولې عالي شورا بل غړي محمد اسماعیل قاسمیار ویلي چې تر یوې اوونۍ پورې به ګلبدین حکمتیار هم کابل ته راشي.