د کونړ پر غازي اباد حمله کې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي

د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي چې په غازي اباد ولسوالۍ باندې یې د وسله والو طالبانو حمله پر شاتمبولې او ۲۸ وسله وال طالبان یې وژلي دي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو بېګاه شپه د غازي اباد پر ولسوالۍ پراخه ډله ییزه حمله وکړه.

ښاغلی کلیمزی زیاتوي دغه حمله پر شاوتمبول شوې چې په پایله کې یې ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي نږدې ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.

د کونړ چارواکي زیاتوي چې په دې جګړه کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی او درې نور ټپیان شوي.

بل خوا وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چې په دغه جکړه کې یې د ملي اردو ۱۱ سرتېري وژلي دي.

د یو بل خبر له مخې د ملي دفاع وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۳ وسله وال مخالفین وژل شوي چې شپږ تنه په کې بهرنیان هم دي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په همدې موده کې د ملي اردو ۶ تنه سرتېري هم وژل شوي دي.

بل لورته د زابل سیمه ییز چارواکي وايي چې د شاه جوی په ولسوالۍ کې د ماین په یوه چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي او یو ټپی دی.