ولسمشر غني: د وسله والو پر ضد عملیات د پام وړ اغېز لري

افغان ولسمشر وايي، د وسله والو مخالفینو پرضد په څو ولایتونو کې پیل شوي پوځي عملیات د پام وړ اغیزې لري.

ولسمشر اشرف غني پرون د هېواد له والیانو سره په ویډیوکنفرانس کې د خبرو پرمهال د شفق په نوم د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو عملیاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د دې عملیاتو لاسته راوړنې محسوسې دي.

په دې اړه د ارګ په خبرپاڼه کې د ولسمشر له قوله ویل شوي دي چې وايي سږکال په امنیتي برخه کې ابتکار د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې ولسمشر په دې عملیاتو کې د هوايي ځواک د پیلوټانو، د کومانډو او د ملي امنیت د سرتېرو هڅې هم وستایلې او ویې ویل چې د امکاناتو په برخه کې هم د هغو ستونزې د حل کیدو په حال کې دي.