په بادغیس کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۵ ملکیان وژلي

د بادغیس ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د سړک د غاړې په بمي چاودنه کې ۵ تنه ملکیان وژل شوي او ۵ نور ژوبل شوي دي.

د بادغیس مرستیال امنیه قوماندان عبدالعلي زماني پرون پنجشنبه ازادي راډيوته وویل چې چاودنه په قادیس ولسوالي کې وشوه.

ده وویل، داسي ښکاري چې د سپرلیو د موټر په لاره کې چاودېدونکي مواد یا بم اېښودل شوی او د ریموټ په وسیله الوزول شوی دی.

زماني دا برید د دولت د وسله والو مخالفانو کار وباله.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.