ارزګان:د ترینکوټ او کندهار پر لار پوستې قصداً په طالبانو نه دي سپارل شوي

په ارزګان کې حکومتي چارواکي دا ردوي چې د ترینکوټ او کندهار پر لار پرتې پوستې په عمدي ډول وسله والو طالبانوته سپارل شوي دي.

وسله والو طالبانو تقریباً دوې اوونۍ مخکې پر دې لار د پولیسو لږترلږه۲۱پوستې ونیولې.

یو شمېر سیمه ییزو چارواکو ادعا کړې چې دا پوستې د ارزګان د پولیسو مرستیال رحیم الله خان وسله والو طالبانو ته تسلیم کړې دي.

خو د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب نن ازادي راډیو ته وویل چې د پوستو د سقوط عمده دلیل په پولیسو کې د هماهنګۍ نشتوالی و او قصداً طالبانو ته نه دي سپارل شوي.

دوست محمد نایاب زیاته کړه:

"د یو لړ داخلي ستونزو له امله چې په پولیسو کې وې او په هغوي کې عدم هماهنګۍ له امله پولیس له دې پوستو وتلي خو داسې مدارک نه شته چې ثابته کړې چې دا کار د رحیم الله خان په امر شوی دی. دا پوستې د امنیه قوماندانۍ په دوهم کنډک پورې مربوطې دي چې مشر یې غلام دستګیر الماس دی. دا چې ولې پولیس له دې پوستو شاته شوي په دې اړه د امنیه قوماندانۍ سرپرست مشر، د قانون په رڼا کې څیړنه کوي."

خو د ارزګان د امنیه قوماندانۍ سرپرست جنرال ویس صمیمي د پېښې له جزئیاتو بې خبري څرګنده کړه او ازادي راډیو ته یې وویل چې د ترینکوټ او کندهار پر لار پوځي عملیات روان دي.

جنرال ویس صمیمي زیاته کړه:

"فعلاً موږ پر دې لار پوځي عملیات پیل کړي او دښمن ته سخت تلفات اوښتي دي. په دې عملیاتو کې د کندهار لپاره د طالبانو نومول شوی والي ووژل شو. هر څوک چې د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام پر ضد کار کوي او غواړي چې زموږ دولت ته ستونزې جوړې کړي، هغه که په نظام کې وي یا له نظامه بهر وي زموږ لپاره دښمن دی او موږ به دښمن وځپو."

جنرال صمیمي، ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو طالبانو د ترینکوټ اوکندهار پرلار زیات ماینونه ایښي خود پاکولوعملیات یې روان دي او ډیر ژر به دا لار د موټرو پرمخ پرانیستل شي.

د ترینکوټ او کندهار ښار ترمنځ د لوېې لارې د پاکولو لپاره څو اوونۍ وړاندې هم پوځي عملیات وشو.

د کندهارد پولیسو امر جنرال عبدالرازق چې د دې عملیاتو مشري یې کوله فرانس پرس ته ویلي چې دوی لاره له طالبانو خلاصه کړه خو رحیم الله خان ټولې پوستې په عمدي ډول طالبانو ته تسلیم کړې .

جنرال رازق او یو شمېر نورو سرچینو چې فرانس پریس خبرې ورسره کړي، ویلي چې رحیم الله خان له همدې امله کابل ته ور وغوښتل شوی اوښايي له دندې هم لیرې شوی وي.

د ارزګان د والي ویاند ازادي راډیو ته وویل چې رحیم الله خان کابل ته تللی خو پر نورو جزئیاتو یې بې خبري څرګنده کړې ده.

د افغانستان د کارپوهانو د شبکې یوې مشرې مارتینا وان بیلرټ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په مستقیم ډول د پوستو د تسلیمۍ په اړه معلومات ضد او نقیض دي خود امنیتي ځواکونو په منځ کې د هماهنګۍ نشتوالي او ګډوډېو طالبانوته د پرمختګ زمینه برابره کړې ده.

مارتیناوان بیلرټ زیاته کړه:

"خلک موږته وايي، دا چې طالبان زیاتې سیمې نیسي یا دومره را نږدې کیږي، د دې لپاره نه ده چې هغوی پوځي قوت لري بلکه سبب یې دا دی چې د افغانستان په امنیتي ځواکونو کې هماهنګی نشته، په لیکو کې یې اختلافونه دي، ویشل شوي دي او مخکې له وخته پوستې پریږدي."

دې د ارزګان له خلکو سره د خبرو پر اساس، ازادي راډیوته وویل چې رحیم الله خان د ارزګان په ثبات کې د خپل اهمیت او نفوذ د څرګندولو هڅه کوله .

مارتینا وان بیلرټ وویل:

"دا زوړچل دی چې په نورو سیمو کې هم زیاتو خلکو کار ورڅخه اخیستی دی. کله چې یو څوک له یوې چوکۍ لرې کیږي، غواړي چې ثابته کړي چې د سیمې ثبات ته څومره مهم دی او ولې باید پر هغې چوکۍ پاتې شي. نو ان خپله ګواښ پېښوي او له بې ثباتۍ سره مرسته کوي.دا هغه رپوټونه دي چې د ارزګان خلکو د رحیم الله خان په اړه موږ ته را کړي دي."

فرانس پرېس اژانس وايي، رحیم الله خان پوپلزی دی او که چیرې له واکه لرې شي، پوپلزي ښايي په ټوله سیمه کې د بې ثباتۍ اور بل کړي.

د افغانستان په کورنیو چارو وزارت کې یو شمېر سرچینو فرانس پرېس ته ویلي چې له همدې امله، په ارزګان کې د رحیم الله خان د برطرفۍ د خبر تر خپرېدو مخکې امنیتي تدابیر زیاتوي څو د ممکنو ناکراریو مخنیوی وشي.

د ارزګان د والي ویاند، هلته د قومي اختلافاتو له امله د بې امنیتي او د ثبات د خرابېدو خبر تائید کړ او په ځانګړي ډول یې د پوپلزو او بارکزو د مشرانو ترمنځ د ځیني رقابتونو یادونه وکړه.

خو ټینګار یې وکړ چې حکومت يې د حل هڅې کوي او څرګنده یې کړه چې په ارزګان کې د قومي اختلافونو د حل لپاره قومي شورا جوړه شوې ده.

رحیم الله خان په دې اړه چې ولې د کندهاراو ارزګان پرلار پرتې پوستې له جګړې پرته وسله والو طالبانو نیولې خبرې نه دي کړې.

خو د هغه د ډلې یوه غړي قوماندان پاچا فرانس پرېس ته ویلي چې د ترینکوټ او کندهار پر لار د پرتو پوستو د ساتلو لپاره یې ۱۱ ورځې له هیڅ ډول مرستې پرته جنګ کړی دی.

قوماندان پاچا ویلي:

"موږ ان د څښاک پاکې اوبه نه درلودې، له تندې مړه کیدوو، زما ملګرو د پولیسو د موټرو د ماشین په اوبو تنده ماتوله. کله چې طالبان را نږدې شوو موږ له تیښتې پرته بله لار نه درلوده."