سور صلیب: د بشري حقونو نړیوال اصول شته خو نه عملي کیږي

سره صلیب د تېرکال په وروستیو کې د بشري حقونو د عملي کولو لپاره د یوه مېکانېزم طرح وړاندې کړه چې ونه منل شوه خو په پام کې ده چې د بشريت په نړیواله سرمشریزه کې چې په روانه مې میاشت کې جوړیږي په دې اړه بحثونه وشي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې یوې چارواکې له رویټرز خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي چې د بشري حقونو نړیوال اصول شته خو د نړۍ په هېوادونو کې نه عملي کیږي.

وینو ته د تږو جګړه مارو د وژنو، د بیرلي بمونو په وسیله د بمباریو او د خلکو پر ناموسونو د تیري کیسې نن سبا دومره زیاتې او عادي شوي چې د هغو پر ضد اقداماتو ته لازمه پاملرنه نه کیږي.

د دې یو علت ښايي دا وي چې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د بشري سرغړونو او جنګي جنایتونو موارد زیات شوي دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د نړیوالو حقوقو او پالیسۍ مشره هیلن دورهام Helen Durham مني چې د بشري حقونو وضعیت تر پخوا خورا زیات خراب شوی دی.

د بشري حقونو په اړه د ژنیو کنوانسیون چې طرح یې لومړی ځل په نولسمه پیړۍ کې وړاندې شوې څلور اساسي اصول لري.

په دې اصولو کې چې نژدې دوه سوه هېوادونو تصویب کړي دي، د ملکي وګړو، د مرستندوېو ټولنو د کار کوونکو، د جګړې د ټپيانو او د جنګي اسیرانو د مصوونیت سپارښتنه شوې.

خو ویل کیږي چې له دې اصولو څخه د سوریې، یمن او افغانستان په ګډون په ګڼو هېوادونو کې سرغړونې کيږي.

پر بشري حقونو د څار ټولنې وايي، دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو اهمیت او صلاحیت تر پوښتنې لاندې راولي.

میرمن دورهام چې د میانمر او اندونیزیا په ګډون په څو هېوادونو کې د سره صلیب لپاره کار کړی، رویټرز خبري آژانس ته ویلي، د عمل په ډګر کې په ډاګه لیدل کیږي چې د نړیوالو بشري حقونو لومړنیو اصولو ته نه پاملرنه سترې ستونزې رامنځ ته کوي.

نوموړې زیاتوي، قانون شته خو ستونزه دا ده چې عملي کیږي نه.

د بشریت په نړیواله سرمشریزه کې به چې د روانې مې میاشتې په ۲۳ او ۲۴ مه د ترکیې په استانبول ښار کې جوړیږي د بحث یوه مهمه موضوع دا وي چې د نړۍ پوځونو او وسله والو ډلو ته باید قناعت ورکړل شي چې د بشري حقونو اصول مراعات کړي.

په تیره ډسمبرمیاشت کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې هغه طرح ونه منل شوه چې غوښتل یې د نړیوالو بشري حقونو د تطبیق لپاره یو میکانېزم رامینځ ته شي.

میرمن دورهام وايي، د دوی طرح که ټولې ستونزې نه شي حلولای خو لږ تر لږه مخ پر وړاندې یو ګام دی.

ای سي آر سي تمه درلوده چې د دې میکانیزم له تطبیق سره به په جګړو کې د مرګ ژوبلې کچه راکمه او د بشري مرستو د رسولو چارې آسانه شي خو یو شمېر هېوادونو په دې ګومان چې ښايي دا میکانیزم به د دوی لپاره محدودیتونو رامنځ ته کړي د دې طرحې له لاسلیک څخه ډډه وکړه.