ایوا: ملي شورا دې د انتخاباتو په اړه د ولسمشر فرمان تایید کړي

د افغانستان د انتخاباتو د څار بنسټ "ایوا" ټينګار کوي چې ملي شورا باید له ځنډ پرته د انتخاباتي اصلاحاتو په برخه کې د ولسمشر تقنیني فرمان تایید کړي.

د دغه بنسټ مشر جانداد سپین په انتخاباتو کې د ښځو د ګډون تر نامه لاندې د تازه څېړنې د وړاندې کولو پر مهال نن یو ځلي بیا د انتخاباتي اصلاحاتو د روان بهیر په اړه جدي اندیښنه وښوده.

حکومت د انتخاباتي اصلاحاتو دوهم فرمان له یو لړ تعدیلاتو وروسته شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د پارلماني چارو د وزارت له لارې ملي شورا ته واستاوه خو تر اوسه دغه فرمان نه دی تصویب شوی.

خو د ولسي جرګې ادارې پلاوی بیا وايي چې جرګه به له هر اړخیزو ارزونو وروسته د ولسمشر د فرمان په اړه پرېکړه وکړي او دغه کار وخت ته اړتیا لري.