دفاع وزارت: د شپې له خوا د ملي اردو عملیات زیات بریالي دي

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د شپې له خوا د ملي اردو عملیات زیات بریالي دي او د دښمن په ځپلو او د امنیت په ټینګښت کې ډېر ګټور دي.

د دغه و زارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډیو ته وویل چې له اړتیا سره سم هر شپه په ټول هېواد کې له پنځو تر لسو شپني عملیات ترسره کیږي.

ښاغلي رادمنش زیاته کړه، افغان ځواکونه توانېدلي چې په شپنیو عملیاتو سره د هېواد په بېلابېلو برخو کې وسله والو مخالفانو سخت زیانونه واړوي.

یو شمېر عام وګړي هم د شپې له خوا د افغان ځواکونو عملیات ګټور بولي، خو ټینګار کوي چې دا عملیات باید زیات شي.