د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي پلاوي سره به په لنډو ورځو کې د سولې هوکړه لیک لاسليک شي.
د دې شورا د بهرنيو اړيکو سلاکار محمداسماعيل قاسميار نن ازادي راډيو ته وویل چې د حزب اسلامي پلاوي سره د سولې په تړاو اکثره اختلافي موارد حل شوي دي.
ښاغلي قاسمیار زیاته کړه:
"د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د دویم پلاوي په راتګ سره اختلافي نظریات حل شوي او تقریباً د دواړو غاړو د توافق وړ ګرځیدلي."
د حزب اسلامي لومړى پلاوی شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې له افغان حکومت سره په کابل کې د سولې خبرې پيل کړې.
له تور لېسته د حزب اسلامي د مشر او نورو کسانو د نومونو ايستل، د حزب اسلامي د بنديانو خوشې کېدل او هېواد ته د افغان کډوالو راستانه کول هغه موارد دي چې په څرنګوالي يې له لا هم د دواړو لورو تر منځ بحثونه روان دي.