قاسمیار: له حزب اسلامي سره به ډېر ژر د سولې هوکړه وشي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ له حزب اسلامي پلاوي سره به په لنډو ورځو کې د سولې هوکړه لیک لاسليک شي.

د دې شورا د بهرنيو اړيکو سلاکار محمد اسماعيل قاسميار نن ازادي راډيو ته وویل چې د حزب اسلامي پلاوي سره د سولې په تړاو اکثره اختلافي موارد حل شوي دي:

"د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د دویم پلاوي په راتګ سره اختلافي نظریات حل شوي او تقریباً د دواړو غاړو د توافق وړ ګرځېدېدلي."

د حزب اسلامي لومړي پلاوي شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې له افغان حکومت سره په کابل کې د سولې خبرې پيل کړې.

له تور لېست څخه د حزب اسلامي د مشر او نورو کسانو د نومونو ايستل، د حزب اسلامي د بنديانو خوشې کېدل او هېواد ته د افغان کډوالو راستانه کول هغه موارد دي چې په څرنګوالي يې له لا هم د دواړو لورو تر منځ بحثونه روان دي.