امنیت شورا د روغتیايي مرکزونو د خوندیتوب پرېکړه لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا تیره شپه د رایو په اتفاق سره یو پریکړه لیک تصویب کړ چې په کې د شخړو له ټولو خواوو غوښتل شوي د روغتیايي مرکزونو خوندیتوب او د روغتیايي کارکوونکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.

په افغانستان، سوریه او نورو ناامنو سيمو کې پر صحي مرکزونو له وروستیو خونړیو بریدونو وروسته امنیت شورا پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې د دې حملو مسوولان عدالت ته وسپاري. هغه څه چې ډېر لږ عملي شوي دي.

د نړیوال قانون له مخې پر روغتونونو او پر هغو ځایونو چې ناروغان او ټپیان په کې ساتل کیږي، هر ډول قصدي برید جنګي جنایت بلل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د سوريي په حلب ښار کې پر یوه روغتون په بمبارۍ کې د ماشومانو د يوه يوازني ډاکټر په ګډون ۵۰ کسان ووژل شول.

په وروستيو ورځو کې په حلب کې يو نسايي روغتون او نور روغتيايي مرکزونه هم بمباري شوي دي.

پر روغتونو د لویو حملو په ترڅ کې تېر ميلادي کال امریکايي قواوو په تېروتنې په کندوز کې د بې سرحده ډاکټرانو روغتون بمبار کړي چې شاوخوا ۴۲ کسان په کې ووژل شول.

د یوې ترسره شوې تازه څیړنې له مخې په تیرو درېیو کلونو کې په ۱۱ هېوادونو کې پر ناروغانو، صحي پرسونلو صحي مرکزونو او امبولانسونو ۲ زره او ۴ سوه بریدونه شوي دي.