د بې سرحده ډاکټرانو ادارې د امنیت شورا پر غړو انتقاد کړی

د بې سرحده ډاکترانو نړیوالې ادارې له دې امله چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څلور دایمي غړي په افغانستان، یمن او سوریه کې د دوی پر روغتونونو په حملو کې لاس لري، شدید انتقاد کړی دی.

د دې ادارې د مشر ژوان لو تر انتقاد وروسته، د امنیت شورا ۱۵ غړو یو پریکړه لیک هم تصویب کړ.

پریکړه لیک پرټولو هېوادونو غږ کوي چې د نړیوالو قوانینو پر اساس، د مرستندویه ادارو او روغتیايی کارکونکو امنیت وساتي.

د بې سرحده ډاکترانو عمومي مشر ویلي چې د امنیت شورا څلور دایمي غړي باید پر روغتیايي تاسیساتو د حملو په وړاندې مسئولانه چلند وکړي.

د ژوان لو په وینا، په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ ځواکونه، په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ عربي ائتلاف او په سوریه کې د روسیې ځواکونه په دې حملو کې لاس لري.