افغانستان او فنلنډ د کډوالو د ستونزو پر هواري موافقه وکړه

د افغانستان او فنلنډ حکومتونو په فنلنډ کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د مذاکرو او همکارۍ د پراختیا موافقه وکړه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي پرون سې شنبې د فنلنډ د کورنیو چارو وزارت له مرستیالې پاروي نیرګ سره په دې اړه خبرې وکړې.

باختر اژانس وايي چې مېرمن نیرګ ډاډ ورکړی چې له افغان حکومت او د مهاجرت د نړیوال سازمان سره په هماهنګۍ کې به د هغو افغانانو د ستنیدو زمینه برابره کړي چې داوطلبانه خپل هېواد ته ځي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي چې حکومت د افغان کډوالو د ستونزو د حل او بیرته ستنېدو لپاره له اروپايي اتحادیې او هغو هېوادونو سره چې کډوال په کې مېشت دي، د دوه اړخیزو موافقو لاسلیکول غواړي.

د رپوټونو پر اساس، لږترلږه ۷۰۰۰ افغانانو په فنلنډ کې د مېشتېدو غوښتنلیکونه ورکړي او افغان حکومت وايي چې تر اوسه د ۳۰۰۰کسانو غوښتنلیکونه منل شوي دي.