ولسمشر به د حزب اسلامي د غوښتنو په اړه پریکړه سولې شورا ته واستوي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ولسمشر غني به ډير ژر د حزب اسلامي پلاوي د غوښتنو په اړه خپله وروستۍ پریکړه دغې شورا ته واستوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تورلسته د ګلبدین حکمتیار په ګډون د حزب اسلامي د ځينو غړو اېستل د حزب اسلامي له عمده غوښتنو څخه بلل کیږي.

له نږدې یوه نیمې میاشتې راهیسې کابل ته د حزب اسلامي راغلی پلاوی له افغان حکومت سره د سولې خبرې کوي او ویل کیږي چې حزب اسلامي په زیاتو مواردو کې له افغان حکومت سره هوکړې ته رسېدلی دی.