د اسامه بن لادن وژنې القاعده شبکه کمزورې کړې

د افغانستان دفاع وزارت، په کابل کې د ناټو ځواکونو د قاطع ملاتړ ماموریت او پوځي کارپوهان وايي، د اسامه بن لادن وژنې القاعده شبکه کمزوې کړه خو لا هم دغه شبکه د افغانستان او نړۍ لپاره ګواښ دی.

په کابل کې د قاطع ملاتړ ماموریت وايي، په افغانستان کې له طالبانو سره د القاعدې شبکې همکاري د اندېښنې وړ ده خو دوی د ترهګریزو ډلو ځپلو ته ژمن دي.

نن د مې د میاشتې دوهمه د القاعده شبکې د بنسټګر او مشر اسامه بن لادن د وژنې له پنځم تلین سره برابره ده.

اسامه بن لادن پنځه کال وړاندې د پاکستان مرکز اسلام اباد ته نږدې په ایبټ اباد کې د ځانګړو امریکايي ځواکونو له لورې ووژل خو لا یې هم د مرګ په اړه ګڼې پوښتنې بې ځوابه دي.

د افغانستان د فاع وزارت وايي، که څه هم القاعده شبکه هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل فعالیت پراخ کړي خو د اسامه له وژنې وروسته به دغه شبکه هېڅکله د پخوا په څېر غښتلې نه شي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل که څه هم په ورستیو کې القاعده شبکه هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل فعالیت پراخ کړي خو افغان ځواکونه یې د مقابلې توان لري.

هغه زیاته کړه:

"نږدې وخت کې بیا هم د القاعده ګنګوسې شروع شوې دي او په ځینو ځایونو کې یې مالي او ترهګریز فعالیتونه په افغانستان کې شروع کړې دي اما زه ډاډه یمه چې د افغانستان ملي اردو کولای شي چې د ترهګرۍ او دهشت ګرۍ په مقابل خپل توان وکاروي."


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت وايي چې د بن لادن له وژولو وروسته القاعده شبکه کمزورې شوه خو لاهم دغه ډله په افغانستان او پاکستان کې فعاله ده.

په کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموریت مطبوعاتي دفتر ازادي راډیو ته وویل که څه هم له طالبانو سره په ورستیو کې د القاعده شبکې مرستې دوی اندېښمن کړي خو هیڅکله به اجازه ورنه کړي چې القاعده شبکه بیا په افغانستان کې سر راپورته کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې ځینې غړي بیا وايي، امریکا د القاعده شبکې مشر وواژه خو دغه ډله لاهم د افغانستان او نړۍ لپاره یو لوی ګواښ دی.

د ولسي جرګې غړی نذیر احمدزی وايي، که نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره د ترهګریزو ډلو د ځپلو په برخه کې خپلې مرستې زیاتې نه کړي القاعده او نورې ترهګریزې ډلې به لا پسې پیاوړې شي.

ښاغلي احمدزي زیاته کړه:

"که چېرې امریکا هغه ژمنې چې زموږه امنیتي سکټور یا افغان دولت سره یې کړي دي هغه سرته ونه رسوي نو دا جرړې بیرته غټیدلی هم شي او هماغه رقم نیالګي او ونې ترې جوړېدلای شي."

دا چې د اسامه بن لادن له وژنې وروسته د دغه ډلې مشر ایمن الظواهري ولې ډېر نه دی لیدل شوی او اغېز یې پر ډلې څومره دی همدغه پوښتنه مې د افغانستان د ملي امنیت شورا له ویاند څخه وکړه.

تواب غورځنګ په دې اړه د زیاتو جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې افغان حکومت ته دا مهمه نه ده چې د القاعده شبکې مشر څوک او چېرته دی خو افغان امنیتي ځواکونه د ترهګریزو ډلو پر وړاندې جدي مبارزې ته ژمن دي

هغه زیاته کړه:

"ضرور نه ده چې په دې خبرې وشي چې ددې ډلې مشر څوک دی او چېرته دی ضرور دا ده چې القاعده یو نړیوال تروریستي ګروپ دی او د ټولو دنیا د خلکو او په خاصه توګه د افغانستان د خلکو په مقابل کې زیات جنایتونه ترسره کړي دي د دوي په مقابل کې موږ خپلې جدي مبارزې ته ادامه ورکوو."

له دې ټولو سره ـ سره د امریکا څارګره اداره بیا ادعا کوي چې امریکا توانېدلې چې د القاعده شبکې یوه لویه برخه لمنځه یوسي.

د دغې ادارې مشر جان برنان د اسامه بن لادن د وژل کېدو د پنځمې کلیزې پرمهال وویل چې په واشنګټن او نیویارک کې د سپټمبر د یولسمې پېښې د اصلي مسؤل لمنځه وړل ډېر اهمیت درلود.

د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي، د اسامه بن لادن وژنه القاعده ډله کمزورې نه بلکې لا پسې پیاوړې کړه.

پوځي کارپوه یوسف امین ځاځی وايي د اسامه بن لادن په وژنې القاعدې شبکې له نورو ترهګریزو ډلو سره خپله همکاري لا پراخه کړه.

راپور: محمد حدیث پردېس