اعظمي: داعش د القاعده اهداف تعقيبوي

د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو پنځه کاله پوره شول.

پنځه کاله مخکې په همدې نېټه د امريکا ځانګړو ځواکونو د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې په ايبټ اباد سيمه کې د اسامه بن لادن پر کور حمله وکړه او دى يې وواژه.

د امريکا د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر په همدې مناسبت په خپله وينا کې ويلي چې د اسلامي دولت ډله يا داعش ښايي د زياتې مودې لپاره امريکا ته د زياتېمودې لپاره ستونزې پېښې کړي.

جان برينان دا خبرې پرون له NBC ټلويزيون سره په مرکه کې کړي.

هغه ويلي د داعش ډلې د مشر له منځه وړل به د دې سخت دريځې ډلې ماتېدو ته زمينه برابره کړي.

صالح محمد صالح د شخړې او سولې د انسټيټوټ له څېړونکي حکمت الله اعظمي نه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې، ايا د القاعده شبکې د مشر وژل کېدو دغه ډله کمزوري کړه؟

Your browser doesn’t support HTML5

له ښاغلي اعظمي سره مرکه