رادمنش: القاعده شبکه په یو شمېر سېمو کې د ترهګریزو فعالیتونو په لټه کې ده

د افغانستان دفاع وزارت وایي، القاعده شبکه د افغانستان په یو شمېر سېمو کې د ترهګریزو فعالیتونو په لټه کې ده.

خو د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد راد منش ډاډ ورکوي چې افغان ځواکونو په ټول قوت سره د دې ډلې مخنیوی کوي.

نوموړي دا خبرې د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د مرګ د پنځو کلونو د پوره کېدو په مناسبت ازادي راډیو ته وکړې.

د امريکا ځانګړو ځواکونو د القاعده شبکې پخوانى مشر اسامه بن لادن د ٢٠١١میلادي کال د مې په دويمه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته نژدې په ايبټ اباد سيمه کې وواژه.